...

ملا لتاړ

د پښتو ژبې یو ګمنام شاعر و چې ادب لوستونکي یې په ۱۳۴۳ھ.ش کال کې د دیوان له راپیدا کېدو سره، له نوم او شاعرۍ خبر شول. ده د دولسمې پېړۍ په پای او د دیارلسمې پېړۍ په پیل کې د هندوستان په رامپور نومي سیمه کې د پښتنو نوابانو او دربار منځ کې ژوند کړی دی. شعر یې تر ډېره د غزل فورم کې دی چې مضمون یې رومانوي دی.