...

عبدالحمید مومند

عبدالحمید مومند چې په حمید بابا مشهور دی، د کلاسیکو شاعرانو له ډلې څخه د هندي سبک پالونکی و. له ډېرې نازکخیالي څخه به یې موشګاف ورته وایه. د زوکړې او پېژندګلوي په اړه يې کره معلومات نشته، خو د اوسمهالو ليکوالانو له ډلې څخه يوه نوماند ليکوال محمد اصف صميم يې د پلار نوم عبدالحق ښودلی دی او داسې گومان کيږي چې د يوولسمې يونيزې (هجري) پيړۍ په اخرو کې به زيږېدلی وي. د پښتو ادب څېړونکو دده په ديوان کې ځينې تاريخي پېښو ته دڅنگزنو (اشارو) له امله د ده د زوکړې نېټه په خپل خپل تحليل ښودلې ده. پوهاند حبيبي وايي چې په (۱۱۰۰) ه ق کال زېږېدلی دی، همدغه نظر رښتين صاحب او الفت صاحب هم تايید کړی. خوو بېنوا صاحب بيا د (۱۰۷۵) ه ق ښودلې ده، ډاکټر انوارالحق په در و مرجان کې (۱۰۷۵ – ۱۰۸۰) ترمنځ ښوولې ده. همېش خليل د ورکې خزانې په لومړي ټوک کې د حميد بابا د زوکړې نېټه (۱۰۸۳) ه ق گنلې وه، خو داسې ښکاري چې د اورنگزېب د پاچاهۍ پر مهال يې دشعر هنگامه گرمه وه؛ لکه چې وايي: په قوت د يار د در د گدايۍ د اورنگ پادشاه تر تخت لاندې مواس شوم سره له دې يې هم د اورنگزيب عالمگير مړينې (۱۱۱۸- ۱۰۶۸) ته هم په يوه بيت کې دا ډول څنگزنه (اشاره) کړې ده. خه به شور نه وي د هند په ميخانه کې چې اورنگ څخه د حکم جام نسکور شو څوک چې دغه مهال د شعر ويلو داسې قريحه ولري، چې مهم ټولنيز او سياسي حالات په خپل شعر کې رانغاړي، هغه به د ژوندانه د څلي په نيمايي او يا هم د ژوند پوخوالي ته رسېدلی وي، نو په همدغه لاسوند د حميد بابا د زوکړې نېټه موږ د دېوان د دننېو شواهدو پر بنسټ تر (۱۰۸۰) ه ق راپه دېخوا اټکل کولی شو. د بابا په باب ډېر پوهان، ليکوالان او څېړونکي په يوه خوله دي او وايي چې مومند دی، خو قوم يې ماشوخېل دی، چې د مومندو يوه پښه گڼلی کيږي؛ لکه چې وايی: د مومندو جوهر خانې لره دې راشي که څوک غواړي ښه لعلونه يمني د حميد بابا د دېوان او نورو اثارو څخه دا جوتيږي چې عبدالحميد د خپل مهال مروجه علوم لوستي وو او په خپل وخت کې په ملا عبدالحميد نوماند وو. د ا خبره چې دی ملا وو د ده د ځينو اثارو د خطي نسخو په پای کې ليدل کيږي. (۱ ) په پاړسي، عربي او هندي ژبې پوهېدو. همدا ډول د حميد بابا د مړينې او مزار په باب کورني او بهرني څېړونکي او ليکوالان تر (۱۳۳۸ لمريز – ۱۹۵۹ زېږديز) پورې په دې اند وو، چې گڼې حميد مومند تر (۱۱۴۵) ه ق پورې ژوندی وو او يا د بلومهرټ پر ژبه په همدغه کال مړ دی. خو، د حميد بابا د شرعة الاسلام په پيدا کېدو سره دغه گروهه واوښته او تر (۱۱۴۸) پورې يې ژوند يقيني شو؛ ښايي تر (۱۱۵۰) پورې ژوندی وي او دا چې د مړينې جوته نېټه يې نه ده څرگنده، خو دا ښکاره ده چې مزار يې د ماشوگگر په هغه لويه هديره کې دی، چې د کلي ترڅنگ د خوړ پورې غاړې سوېل ده دې ته پرته ده. (۲) زوکړه: د حميدبابابا په ژوند خبرې کول يو څه ستونزمن کاردى داځکه چې ټولو ادبي تاريخونو، تذکرو او نورو دې ته ورته اثارو کې د ده د ژوند اوکورنۍ دحال په باب ضد خبرې موندل کيږي . دپښتو ادب څيړونکو دده په ديوان کې ځينو تاريخې پيښوته داشارو له امله دده دزوکړې نيټه په خپل تحليلي ډول ډول ښودلى ده . پوهاند عبدالحى حبيبي په خپلو ټولو اثاروکې دحميد دزوکوې نيټه (( ١١٠٠هـ ق )) کال ښودلى دى .(١) (٢:ص٢٣٢ ). پوهاند صديق الله رښتين دده زوکړى نيټه دحميدديوان دهغې چاپي نسخې په مقدمه کې چې پښتو ټولنې خپورکړى (( ١٠٧٥هـ ق )) کال ښودلى دى (٣)(:ص ٣٣).همدرانګه هميش خليل دورکې خزانې په لومړى ټوک کې دحميد دزوکړې نيټه ((١٠٨٣ هـ ق )) کال ښودلي دى.(٣)(٤:٢٣٥). داکترانوارالحق درمرجان په مقدمه کې دغه نيټه د(( ١٠٧٥ – ١٠٨٠ هـ ق )) کال ښودلي ده .(٤)(٥:ص١). خوپه اريانا دايرۀ المعارف په پنځم ټوک کې دحميد دزوکړې تر (( ١١٠٠ هـ ش)) کال دمخ ښودل شوي د ه. اوس چې د حميد د زوکړې په هکله د پښتو ادبي تاريخ د پوهانو نظريات راوړل نو د دغو نظرياتو تر څنګه د ده ديوان ته هم مراجعه کوو او د زوکړې د کال د معلومولو لپاره يې وقايع پکې ګورو، او بيا د هغو له له مخې يې د زوکړې دنيټې اټکل کوو، د حميد دديوان مطالعه څرګنده وي چې داورنګزيب عالمګير دپاچهي په وخت کې دده دشاعرۍ هنګامه ګرمه وه ، دمثال په توګه له دې بيته : په قوت د یاد در د ګـــــــــدايۍ د اورنګ پادشاه تر تخت لاندې مواس شوم (١)(١٢:ص ٢٠٢ ) . پورتنۍ موضوع ډېره ښه ښکاري . سربيره پردې يې داورنګزيب عالمګير (( ١٠٦٨- ١١١٨ هـ ق )) مړينى ته هم اشاره کړى ده : څه به شورنه وي دهند په ميخــــــانه کې چې اورنګ څخه دحکم جام نسکور شو (٢)(١٢:ص٢٠٢). داورنګ دمړينې کال ((١١١٨ هـ ق )) کال دى څوک چې دغه مهال دشعر ويلو داسې قريحه ولري چې ډېر مهم اجتماعي اوسياسي حالات په شعر کې بيان کړي ( په يوه ځاى کې يې داورنګزيب بې نياويو اوخودسريو ته هم اشاره کړى ده ) دښاغلي زلمي هيوادمل په وينا نوايا دې به په دغه مهال څوکلن وي ؟ حتماً وايو تر ديرشو کالو زيات ، نودهمدې اټکل له مخې دحميد دزوکړې نيټه دده دديوان دداخلي شهادتونو له مخې ((١٠٨٠ هـ ق ))کال څخه راپدې خوا کولاى شو . ټاټوبى : لکه څنګه چې دحميد بابا دزوکړې په هکله څيړونکي سره مختلف وو همداډول دحميد دې لاندې بيت : چې دعشق طاغوني رنځ دحميد مـــــل شو زربه ښخ په هديره شي دمــــــــــــــــــــــــــــاشو ټولوڅيړنکو اوحتى مستشرقينو ته داښودلي ده ، چې دحميد ټاټوبي دپيښوردښارلمرپريواته ته ، واقـــــــــــــــــــع د(( ماشوخيلو )) کلي بولي ، مګر مستشرقينو ته دانه وه معلومه چې دپيښتو دکلاسيک ادب دغه عظيم شان شاعردپيښور دجنوبي خواپه اته ميلۍ کې بډه بيرې ته نزدې د ((ماشوګګر)) په کلي کې زوکړى اوهورې يې استوګنه درلوده ،نه په ماشوخيلو کې ، دماشوخيلواوماشوګګرترمنځ واټن درې ميله دى ، دغه کلى دکوهاټ اوپيښور دلوى سرک پرغاړه واقع دى . دحميد نيرنګ عشق دهغې چاپي نسخى په سرپاڼه کې چې په ١٢٨٤ هـ ق کال دپيښور کال په مصطفايي مطبعه کې چاپ شوي ده داسې کښل شوى : ((تاليف دعبدالحميد مومند د ماشوګګر)) همدارنګه دنيرنګ عشق هغه مخطوطه چې دکابل پوهنتون په کتابخانه کې ساتل کيږي ، دهغې په پاى کې هم داکښل شوي چې دحميد د(( ماشوګګر)) اوسيدونکى ؤ . (١)(١٢:ص٩). ټبر: دحميد دټبرپه باب که مستشرقينو اونورو پښتنو پوهانو څه کښلي ، نو حميد دزوکړى دځاى اوځينو نورو خارجي دلايلو په بناء يې دى په قام مومند ښوولى دى . دحميد دديوان په ډېرو نسخوکې که يوڅيړونکى دده قوميت په باب دداخلي دليل پلټنه وکړي ، نوپرته له دې بيته : د حميد د ساده شعر کمال ګوره چې شمله شوه د تمام سړبني نورڅه نه شي پيداکولى . نودهمدغو خارجي اوضعيفو داخلي دلايلو په بناء پښتو تذکره ليکوونکو ، اودحميد داثارو خپرونکو دده دقوميت په باب داسې نظريي څرګندې کړي دي چې حميد بابا په خټه ماشوخيل و چې دمومندو يو ه پښه ده (٢) (٢:ص٢٣٢). همدرانګه قاضي عبدالسلام دادبي سوغات په ((٣١٠ مخ )) چې دريم چاپ يې په پيښورکې په (( ١٣٧٠ هـ ق )) کال کې چاپ شوى ، ليکلي دي : (( حميد په خټه ماشوخيل دى چې دمومندو يوه پښه ده ، اودپيښور په لته دسړبن په کلي کې هستوګنه اوژوندکاوه .)) هميش خليل هم چې دنيرنګ عشق کومه نيمګړې نسخه په ورکه خزانه لومړى ټوک کې خپره کړى ده هلته يې دده دټبر په باب داسې کښلي دي : ((.... ولى بيا هم دډير معتبر داخلي اوجارجي شهادت له رويه موږ دا ويلي شو چې حميد بابا په قوم د باړې مومند ؤ.)) مګر دغو ښاغلو څيړونکو ته دحميد په اثاروکې داسې کوم سند نه ولاسته ورغلى چې حميد دې پخپله دخپل ټبر اوقوم په باب څه پکې ويلي وي خودملا ښايسته خان په خطي جونګ کې دحميد دوي غزلې له شاعرانه تصلفه ډک لاندې دوه بيتونه لري: دمومند جوهر خانې لره دې راشي که څوک غواړي ښه لعلونه يمني + + + + دمومند دمينې کوټ به کره ووځي که پرې پيښ شي نکته دان دانا صراف ددې بيتونو پيداکيدل دحميددټبر په هکله داسې شهودي دلايل دي چې هيڅ رد نه شي پيداکولي . دپښتو په پخوا نيو شاعرانو کې کاظم خان شيدا ( ١١٣٥ _١١٩٤ هـ ق ) هم دخپل ديوان په يوځاى کې داسې ويلي دي : چې مومندو قيل وقال کړ يعنې دوى سحر حلال کړ دې بيت ته لمن ليک کې ليکل شوي دي : (( مطلب رحمان بابا او حميد بابا دى .)) (١) (٨:ص٤ ). زده کړه : دحميد بابا ديوان اودنورو اثارو مطالعه داخبره په ډا ګه کوي چې حميد دخپل وخت دوديز علوم لوستي وو ، په ديني اوشرعي علوموکې دښې مطالعې څښتن و ، اوپه ادبي علومو کې يې هم ښه لاس درلود ، په پارسي اوعربي اوحتى دهندي ژبو په ځينو لهجوپوهيده . په ديوان کې يې ديوې پښتو _ هندي ملمع غزلې اوځيني هندي الاصله لغاتونو موجوديت ددې خبرې ښه لاسوند دى . دده داثارو مطالعه داهم راښيي چې حميد له پښتو ادبه سربيره په پارسي ادب کې هم ژوره مطالعه درلوده ، اوددې ژبې په ادبياتو هم لاس برى و ، دده له اثارو اوادبي مهارته داهم راڅرګنديږي چې ده په کوچنيوالي کې په زده کړه پيل کړى وي . ځيني څيړونکي په دې ګروه دي چې حميد مدرس ملا ؤ اودمروجو علومو طالب العلمانو ته يې تدريس کاوه ، ددې ادعا ملا تړ دده ځينو اثارو دمخطوطاتو له اختتاميه ليکنو هم څرګنډيږي ، دحميد نيرنګ عشق هغه خطي نسخه ده چې دزلمي هيوادمل په کتابخانه کې خوندي ده ، دهغې په پاى کې کښل شوي دي : (( تمت تمام شد نيرنګ عشق ازتصانيف مولوي عبدالحميد پشاوري )) . مړينه اومزار : ډيرو څيړونکو په روايتي ډول دحميد دمړينې نيټه ١١٤٥ هـ ش ښودلى ده خو دحميد په شرعة الاسلام کې دقوي شهودي دليل په پيداکيدو سره هغه مات شو خوسره له دې ځينې ښاغلي دراورټي نظر چې ګواکي حميد په ١١٤٥ هـ ق کې زيږيدلى دى اوس هم مني ،بايد يادونه وشي چې تر ١١٤٨ هـ ق کال پورې دحميد دژوند يقيني توب کومه روايتي خبره نه ده اوچايې روايت نه دى کړى ، بلکې شاعر په خپله دشرعة الاسلام په خاتمه کې ويلي دي : خــــــــــــــــانمـــــــــــه کړه په خير چې لــه خيره نه شم غير وکړه مــا خداى ته داتيښته په زرســـل اته څلويښته دشوال په شپږ ويشــــــــــــــتم په دا داد خـــداى وکتم که کا خـــــــــــداى دافيروزي دحــــــــميد فقــــير روزي دحميد دمړيني يقيني تاريخ نه دى څرګند ، ځکه دراورټي نظر چې دده مرګ کال يې ١١٤٥ هـ ق بللى ؤ _ دشرعة الاسلام په پيداکيدو سره باطل شو ، بل داسې سند دده دمړينې په باب په لاس کې نه شته خو په ديوان کې له يوه بيته ښکاري چې تر پنځه پنځوس کلنۍ پورې رسيدلى دى ، دى وايي : له هغه چې پوهيدلى په ښه بديم رسيدلى دپنجاوپنج ترحديم اوله يوه بله بيته يې داهم ښکاري چې ډير سپين ږيرى شوى ، اوزوړوالي يې ملا غبرګه کړې ده ، ده ويلي دي : چې پيري مې ږيره سپينه کړه ملا بغرګه ــ بويه قد دسروى قــصـــــــــــــــا تر تخرګه (١)(١٢:ص٣٠٦). دغه رنګه له يوه بل بيته يې داهم ښکاري ، چې شاعر د محمد شاه مغلولي ( ١١٣٠ – ١١٦٠ هـ ق ) په زمانه کې ژوندکړى دى ، دى وايي : که دښکلو د درګاه ګدايي مومم ــ هى توبه دمحمد شاه له سلطنته (٢)(١٢:ص٢٥٣). له دغو بيتونو پرته مونږ په دې باب بل کوم سند دده په اثارو کې نشو پيداکولى ، خو لوى استاد ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبي په خپلو وروستيو اثاروکې دحميد له نامه سره دغه اعداد ( ١١٠٠ _ ١١٥٠ هـ ق ) کښلى دى . دحميد مزار دماشو ګګر په لويه هديره کې دى ، دادبيات سرحد مولف ليکلي دي: چې قبر يې خاورين اوډير خسته حال دى . مګر نوى روايات داسې دي چې دغه قبر جوړشوى اوکله کله دادبيانو اوشاعرانو مشاعرې پرې کيږي . همدارنګه ويل شوي دي چې : دماشوګګر دبهلول زو په هديره کې دحميد په نامه قبر مشهور دى اوکوم پوخ قبر چې اوس پهدې هديره کې دحميد په نامه جوړشوى دى ، ويلى شي دمشهورحميد بابا دى اوداهم بايد هيره نه کړئ چې بهلول زي په عامه اصطلاح بالړزي تلفظ کوي . اثار او تاليفات: تراوسه دحميد بابا څلوراثاره پيداشوي دي چې په لاندې توګه معرفي کيږي: ١ _ ديوان : دحميد په اثارو کې دډير شهرت څښتن دده ديوان دى ، چې دپښتو په ادبي حلقوکې د درومرجان په نامه شهرت لري. ٢_ نيرنګ عشق : دحميد په داستاني مثنو ياتو کې نيرنګ عشق هغه لوړ ادبي شهکار دى چې په پښتنې ادبي حلقو کې يې هم ښه شهرت ګټلى دى . دا د(( عزيز اوشاهد)) دمينې داستان دى ، چې په پارسي ژبه دپنجاب دکنجاه نومې کلي اوسيدونکى داورنګ زيب مغولي د دورې شاعر مولانا محمداکرم غنيمت په (( ١٠٩٦ هـ ق )) کال کې په پارسي نظم کړى وه اوبيا پښتون شاعر حميد بابا ددغې مثنوي پښتو ژباړه ، دپښتنو دادبي دنيا ذوقمندانو ته وړاندې کړي ده . ٣_ شاه ګدا: دشاه ګدا کيسه دحميد بابا بل داستان دى ، دغه داستان دهلالي چغتايي له درې شه و درويش نه دغلام محمد اخونزاده په سپارښتنه ترجمه کړى دى . ٤ _ شرعة الاسلام : داهم دحميد بابا څلورم اثردى ، ددې اثر پيداکيدل حميد پيژندونکو اودپښتو ادبي تاريخ څيړونکو ته دڅيړنې اوتحقيق نوى ورپرانيست .