...

محمود دلګیر

محمود دلګیر چې په شراب دلګیر هم مشهور دی، د محمدشاه حنیفي زوی دي چې په ۱۳۷۵هـ.ش کال د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ په قلعه ټک کلي کې زېږدېدلی دی. زده کړې یې تر ۱۲ ټولګي پورې کړې او بیا د نفقې ګټلو پسې وتلی دی، چې اوسمهال یې هم له سببه د ایران مسافري تېروي. نوموړی د ځوانو شاعرانو په منځ کې د ځانګړې سلیقې، ادبي چلند او خوږلنتیا څښتن دی. په شعر يې د کلاسیکو شاعرانو مینه ماتیږي او تل کوښښ کوي چې منفرد پاتې شي. دلګیر په کابل کې د احمدشاه بابا ادبي بهیر بنسټګر هم و او ترڅنګ يې د افغان ادبي بهیر غړیتوب هم درلود. یوه بله ځانګړنه چې نوموړی له ځوانو پښتنو شاعرانو بېلوي، هغه هممهاله په فارسي او پښتو ژبو کې شعر لیکل او ژور ادبي بحثونه کول دي.