

میرزا حنان بارکزی
میرزا عبدالحنان بارکزی چې په عامه توگه د مرزا حنان او حنان بارکزی په نامه ياديږي، د کندهار د بلبل په توگه پېژندل کیږي. د پښتو ادب د ۱۷مې میلادي پېړۍ تکړه صوفي شاعر و، چې د حمید مومند په پل یې پل ایښی و او هندی سبک یې پاله. په شعرونو کې یې د فارسي شاعرانو د شعرونو منظومه ژباړه بارزه ده او خپل شعرونه یې هم بیساري دي. د زوکړې ځای یې مرد قلعه کندهار او د زیږیدو کال یې (۱۲۱۰هـ.ق) شاوخوا ګڼل کېږي او ژوند یې تر (۱۲۹۲هـ.ق) پورې یقیني ښکاري.