

اشرف خان هجري
د هجري لنډه پېژندنه: اشرف خان هجري پر ۱۰۴۴ لېږديز سپوږميز کال (د ۱۶۳۵ زېږديز کال مارچ) په پسرلي کې په اکوړه خټک کې د ستر او نابغه ادیب، جنګیالي او مشر(خوشحال) په کور کې وزېږېده. له آره خو د خوشحال بابا مشر زوی اکبر خان و، خو لکه څنگه چې هغه په کوچینوالي کې له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې، نو پر دې بنسټ د هغه د زامنو په شمېر کې اشرف خان هجري مشر زوی بلل کېږي. اشرف خان هجري غمژن، عشقي، وطني او اخلاقي اشعار لري او دا به گرانه خبره وي که ووایو چې ځان ته جلا سبک او مکتب لري، ځکه چې شعرونه یې تر ډېره ځایه پورې د خپل پلار خوشحال خان او نورو پښتنو شاعرانو څخه اغېزمن دي. ځان ته د شعر دیوان لري، چې ځینې برخې یې د لومړي ځل لپاره د مستشرق (میجر راورټي) په کتاب (گلشن روه) کې چاپ شوې دي. د استعداد په لرلو سره یې د خپل پلار، ملي ژبې او ادب خدمت کاوه. لنډه دا چې د خوشحال بابا په ټبر کې لوی شاعر بلل کیږي، چې دی یې هم په خپلو شعرونو کې بیا بیا یادونه کوي. هجري د خپل پلار په شان د قلم ترڅنګ د تورې خاوند و چې هم یې د پښتنو د خپلمنځي او هم د مغولو پر خلاف د جنگونو په ډگرونو کې برخه اخیستې ده. د خپل پلار په څېر یې د عمر په یوه دوران کې د مغولي دربار خدمت کړی دی، خو بیا یې د مغولو پر خلاف توره رایستلې او په دې لاره کی یې هر څه بایللي دي. څنگه چې د اشرف خان هجري ژوند ټول په ناارامۍ، په جگړو، په زندان او پردېیسیو کې تېر شوی او د عمر په یوه مرحله کې یې، چې ښایي ډېره شاعري به یې هم په دغه وخت کی کړې وي، چندانې روغه ورځ نه ده لیدلې، نو ځکه يې شاعري هم زیاتره له درد او سوزه ډکه ده، چې پخپله دغه سوز او درد د اشرف خان شاعرۍ ته یوه ځانگړې او هم مهال خوندوره بڼه ورکړې ده. هجري ۱۴ کاله د مغول پاچا اورنگ زېب په زندان کی تېر کړي او د هغې پردېسۍ په حال کې وفات شوی دی. د مغولو په زندان کې یې د سوز چیغي وهلې دي او دغه چیغې دي چې د هغه شاعرۍ ته یې سوز ورکړی دی؛ هغه سوز چې نه ښکاره کول یې پخپله د ده په وس هم نه دي. څوارلس کاله یې د خپلې مېنې په غرونو پسې ژړلي دي او د خپل پلرني ټاټوبي او محبوبې روه یادونه یې کړې ده. د هغه تش صورت د دکن په زندان کی دی او زړه یې تل د یار په یاد مشغول دی. په دغه حال کې هم امید له لاسه نه ورکوي او د وصال په یاد ځان او خپل شاعرانه خیالونه تازه کوي. نوموړي په دې شعرونو کې د مغولو د وخت د زندان د شرایطو څخه چندانې گیله نه ده کړې، بلکې ټول درد یې د خپل هېواد او اشنایانو لیدل او د روه له سیمې څخه جلا کېدل دي. د اشرف خان هجري په دېوان کی له سره تر پایه د هجر څخه شکایت شوی او هر وخت د وصل شپه د حباب د عمر په څېر لنډه بولي. لکه تخلص یې چی هجري غوره کړی، د شعر منځپانګه یې هم ټول هجران دی او په دېوان کې یې نږدې تر بلې هرې کلمې د هجر او هجران وييونه ډېر لیدل کېږي. هجري د زمانې ناخوالو دومره بدبین کړی چې بالاخره ټول انسانان دروغجن بولي. له هغه سره خپل ورور بهرام خان جفا وکړه او د هغه په وسیله د مغولو په زندان کې ولوېد. په داسې حال کې چې په یوه جگړه کې بهرام خان د اشرف خان لاسته ورغلی و خو هغه بیرته روغ رمټ خوشي کړی و. له هغه سره خپلو تربرونو مېړانه ونکړه او د هغه په مقابل کې یا د بهرام او یا د مغولو په پلوۍ ودرېدل. اشرف خان داسې فکر کوي چې ټول خلک د خپلو گټو تابع دي او چې مطلب یې پوره شي نو بیا دې نوم نه اخلي. مړينه: د پښتو ژبې دغه کلاسیک او لوی شاعر اشرف خان هجري پر ۱۰۹۲ لېږديز سپوږميز کال د هند مغولي حکومت بندي کړ او ۱۴ کاله يې په زندان کې تېر کړل. هغه پر ۱۱۰۶ ل کال په همدغه بنديخانه کې له خپل پلرني هېواده او کورنۍ لري وفات شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.