

عبدالحمید مومند
چې پرې راشي د عشق فوج ټول سیاه پوش
لا علاج له زړه ګوښه شي عقل و هوش
د خپل یار له وېرې و یار د رقیب نه کړم
د مزري په څنګ کې ګرځي سیاه ګوش
آب و تاب راته ښیي د نوخطانو
په خزان کې د بهار د ګلو جوش
په رموز د یار د شونډو یار پوهېږي
د می خوز زده سوال جواب د می فروش
دا نګار د خط سیاهي راوړه په مخ کې
که بادشاه د زمانې شه خرقه پوش
مات، روغ لوښي پېژانده په خپل آواز شي
نه پټېږي د مین ژړا خروش
څو شبنم غوندې شبګير په سر وا نه خلي
له ګلرخ سره به نه شي هم اغوش
د هغو میو په څښو به ګوره څه شم
چې يې شوم په اوریده مست و مدهوش
د باګرام د لاله زار بلبلان واړه
د حمید خوش ګویايۍ کړه خاموش