

عبدالحمید مومند
چې و نه کا هر شاهد کنار و بوس
نتیجه به يې له حسنه وي افسوس
چې په تېره چار افسوس کاندې لاس مږې
ولې لاس په ږېره نه کاندي لا اوس
چې د بل ننګ و ناموس ساتلی نه شي
و به نه ساتي څوک خپل ننګ وناموس
د هغه غریب سفر مدام زحمت وي
چې بیدار په اول غږ نه شي د کوس
په دروغ وعده کول د کوټې ځغاسته
د کوټې په سر به څو ځغلي سالوس
د دنیا له سرایه تله دي له ارمانه
که پينځه کاله ژوندون وي که پنځوس
ته به څه سرفرازي مومې په دین کې
په هر دم يې د بې دینو قدمبوس
که کردار د حمید سم په ګفتار نه وي
لکه وکاندي بې وقته بانګ خروس