

عبدالحمید مومند
تر وعدې دې هومره ولې کړ وصال پس
د اختر تر ورځې ولید شه هلال پس
چې یوه ګړۍ وصال را څخه پس کړي
شنې ګړۍ له ډبرې ځلې په ما کال پس
چې راوړاندې شرم و ننګ شي ستا د مینې
نور يې وېره کړه زما د سر او مال پس
رقیبان مې دې په آه پورې نه خاندي
د مردانو دېګ پخېږي په مهال پس
تر محنت پخوا دې نه غواړي راحت څوک
تر دغه نقصانه موند شي دا کمال پس
چې په سر و مال سودا کړي عشق آغازه
هلته شي د عقل و هوښ دانا دلال پس
چې بښي ګل و ثمر د بوسې ما ته
هغه مخ کاندي بهار د خط و خال پس
ګرځيدې به ښاپېرۍ ولې مخ پټې
که جمال نه وای د دوی ستا تر جمال پس
منت بار د ستا د مینې د جنجال یم
چې له ما يې کا د سر ومال جنجال پس
آخر حسن زوره ور ګوره حمیده!
مېړني د لښکر درومي په دنبال پس