

عبدالحمید مومند
رامعلوم شه لاس په لاس
د یارانو کوز وپاس
ښکته څاه پورته پېچومی
په زړه دروه په خوله لباس
د دې وقت یار و اشنا دی
تر ر کاب لاندې مو اس
تر دښمنه زیات له ده نه
البته بویه وسواس
یار همزولی د دې دهر
د مشت مار دی ناسپاس
د هر چا له دله ورک شه
د اخلاص بېخ و اساس
دښمني وکا بې طمعې
د دوستۍ په التماس
نه شي موند په اشنايۍ کې
یو احد قدر شناس
سراسر دروه و نفاق دی
چې لیده شی بین الناس
غولولو یو له بله
قصد لري، لکه خناس
د دوستۍ تر تناب لاندې
کوهي کني چپ و راس
د څربښت په امید خلق
غلطېږي په اماس
د دوستۍ په امید څرخ کا
د حمید په زړه الماس