

عبدالحمید مومند
که يې راکړ خال وخط و مالېچن لاس
بیا په دوست باندې بر مه شه د دښمن لاس
ساده روی خط ته هوس له ساده کۍ کا
وچمن ته پرېښوی نه شي د چمن لاس
هسې زه د ځان په غوښو عشق بوخت کړم
لکه نه خېژي له ځانه د پمن لاس
محبت څيرې ګریوان زما ټول نه کړ
که پرې سل ځله وهي د عقل ستن لاس
ځکه ما د عشق په توره ځان شهید کا
چې مې نه رسي د صبر په کفن لاس
هر ساعت مې هسې تاو تر څړۍ خېژي
چې اېښوی نه شي په سر زما غمجن لاس
نوخطان واړه ارمان کا بارې ځکه
نه رسېږي د پرون په چارې نن لاس
مرګ و ژوند زما پوښته له مړاوو سترګو
په رسا ګوزار پوهېږي د تورزن لاس
زر به ورسي په داد له کمينۍ
لګولی دی حمید ستا په لمن لاس