...

عبدالحمید مومند

چې د ظلم په کمر دې تل میدان خوړ

دماغي ځان ته غره خود به دې ځان خوړ

کودکان په سړي کبر رستمان کا

د حلوا په څېر دې ولې استخوان خوړ

له خودۍ دې یکهمان په ښو په بدو

همیشه دې چپه پېر لکه آسمان خوړ

دغه زور به زرېده تر کومه پورې

چې یوازې دې په ځان تمام جهان خوړ

ما ویل چې به يې وزرو ولی نه شې

تا چې مچو بوڼولی خوان ونان خوړ

تا چې تېز تېزه سمند د خودرايۍ

ما دستا د پرېوتو هاله ارمان خوړ

څه به نه نړیده برج د ستا د عمر

د مظلوم د اوښو سېل يې هر زمان خوړ

چې یکلخته په ژر ژر و درغلی

ژر په ژر به دې دغه دولت نقصان خوړ

هیڅ د ستا په مرګ هغو څه غم و نه کړ

چې د دوی دپاره تا دین و ایمان خوړ

په شکوه يې اجر کم مکړه حمیده!

که دې سوک د چا د لاسه په دهان خوړ