

عبدالحمید مومند
د دې دهر د چمن له ګلو بوی لاړ
له خوبانو نه يې هم د مهرو خوی لاړ
نه له ما د مینې خوی ځي د بتانو
نه د جورو د جفا رسم له دوی لاړ
اوس به څه رنګ ځي له ما نه عشق ناصحه
چې له نوکه تر کوټیه موی په موی لاړ
جستجوی به مې روح وکړي و وتو ته
که له زړه مې د خوبانو جستجوی لاړ
په نوخطو پسې تللی زړه موند نه شي
هغه ورک شه چې په شپه د اور په سوی لاړ
دغه سیند د اباسیند چې لیده کېږي
له دریابه مې د اوښیو نری جوی لاړ
یار په پند رقیبانو لاړ پوهېږم
چې له ما يې هغه عهد هغه ووی لاړ
په هیچا باندې يې نیاو نه شي حمیده!
چې د ترکو سترګو مړ که خون يې توی لاړ