

عبدالحمید مومند
د فردوس په ښادو ښاد شه رهنما ګډ
چې يې زه کړمه په سیمه د آشنا ګډ
د رقیب کینه مې خوا کهوي هسې
لکه مچ په آب و خور کې شي د چا ګډ
د تور خط لیکه يې ګډه په سپین مخ شوه
تور و سپین زما د سترګو شو په دا ګډ
پرېکوو ته سر ټیټ د ګلو ښاخ کا
چې د باغ په کناره شي دلربا ګډ
په ګډون مې زړه هیڅ تسلي نه شي
څو مې یار را سره نه شي خوا په خوا ګډ
د وفا د طعام خوند به په ځای نه وي
که نمک ورسره نه وي د جفا ګډ
بېلتانه د وصل خیال راڅخه خور کړ
په رمه باندې لېوه شه د موسی ګډ
محبت لکه مزری ماتوي وژي
هسې رنګ د زړه په خونه شه زما ګډ
زنګوي هسې یاران د حمید فکر
لکه باد د ګلو ښاخ کا په نڅا ګډ