...

عبدالحمید مومند

مې باید د یار مطلب په ترک وجود

نار له نوره دی بېل کړی دغه دود

په یوه نفس حباب له بحره بېل شه

نشته هیڅ په دم وهلو کې بهبود

آیینه غوندې مخ روڼی شه ویار ته

کمیني چې د چا مخ کا ګرد آلود

د وجود تاریکي لېرې کړه په نور

له حجابه دیدار شه راته وجود

لکه صبح چې په څیرې ګرېوان خاندي

هسې زه زه د عشق زیانونه ګڼم سود

د خاطر د خلیل وېره مې ترې نه شي

که په بد مې شي غماز لکه نمرود

لکه برق د خاورو خس په پابوسۍ شي

هست و بود ته شتابي کوي نابود

پروانه غوندې خوله پټه خپسر سېځي

که څوک پېژني د عشق حد و حدود

دم په دم مې په مذهب د عشق عمل دی

مسلمان خدای لره ورشم که جهود

نور څه نه ستايي حمید بې ښکلي مخه

روا نه دی بې نبي په چا درود