

عبدالحمید مومند
تو په هسې آه سرد
چې بې درد نه کا په درد
دم قدم د ښو مردانو
مردانه کاندي نامرد
خپل اثر له هره رنګه
ظاهرېږي فرد په فرد
سور له سره شي تور له توره
شین له شنه شي زرد له زرد
د خودبین له مخه ولي
خاکساري په لپو ګرد
نمدي ټوپۍ صندل شوه
د حمید له سر درد