

عبدالحمید مومند
د هجر آه و فریاد
موټی خاورې کړم برباد
د آسمان زمکې په میان کې
سر ګردان ګرځم نا مراد
زه ناښاد چې ښادي یاد کړم
ښادي نه راځي په یاد
خو په اصل کې له موره
زېږدلی یم نامراد
آشنايي د پریزادو
په عذاب کا آدم زاد
له آسمانې مير څمن کړم
د آشنا د مهر داد
زه و ده ته تر ځان تېر یم
دی و ما ته په عناد
غلبه د عشق چې راشي
ستا به وکاږي بنیاد
بېهوده غواړې حمیده!
تل له بله څخه داد