

عبدالحمید مومند
لکه ته کوې د بل په مرګ اخ اخ
ستا په مرګ به هسې زړه کاندي څوک یخ
څو اوبه دې د حیات نوشلې نه دي
دا دې واړه ناداني ده وهې جخ
د همزولو مرګ اثر درباندې نه کا
سترګې نه خبې له کک لکه ملخ
که منډي در سره هو له په هر طعام کې
د نفس سپی دې مردار خوره نه که چخ
په اسره پسې قدم در ته فرسخ شي
بې اسرې شي یو قدم درته فرسخ
هسې پرېوتې نسکور د ګېډې څاه ته
چې دې نه دی یاد په زړه چاه زنخ
چې د مرګ خوارۍ په خوا برې خندا کړې
نشته تا غوندې حمیده شوخ و شخ