

عبدالحمید مومند
کږه چار مې د عشق سمه کړه تدبیر کج
برابر مې ځي په نښه دغه تیر کج
که د عشق طفل څه لږه کا خوله پټه
افلاطون څخه کا سم سیده تقریر کج
چې آخر سم په حرم وختم څه شو
که په درسته لاره تلم لکه ضریر کج
چې د عقل په تدبیر مې عاشقي کړه
پوهیدلی په تدبیر وم د دبیر کج
هیڅ مدد له عقله مه غواړه په عشق کې
د دغه طبیب دارو لري تاثیر کج
رهبران د عقل واړه رهزنان دي
لږ د عشق له لارې مه بیایه بهیر کج
دا شېوې له فقیر ښايي چې يې غم وي
بېهوده په سر دستار تړي امیر کج
چې په داد د بوالهوس فلک هوس کا
ساده دل کا د دې خوب دغه تعبیر کج
لا به کله حمید مینه لېونی کا
په کاته شو ورته کسي د زنځیر کج