

عبدالحمید مومند
د هجران له تاب و تپه الغیاث
د دوزخ له اوره ربه الغیاث
چې يې مخ ته له ادبه کتی نه شم
د شوخ چشمو له ادبه الغیاث
بد نصیب مې کړه نصیب تر عمره پورې
تلخايي له شکر لبه الغیاث
د مینو نصیبه تر دوزخیانو
څو چنده ده معذبه الغیاث
چې ثواب ګڼي عذاب د عاشقانو
د خوبانو له مذهبه الغیاث
چې په ژبه وایه نه شي په زده غوښت شي
د عاشقانو له مطلبه الغیاث
چې يې صبح د قیامت سبا باله شي
د هغه سبا له شبه الغیاث
چې حمید له ښکلیو اړوې ناصحه!
دا وینا وايې عجبه الغیاث