...

عبدالحمید مومند

د زړه زخم وم وژلی نهایت

که مې نه وې تر خولې شوی سرایت

د اشنا د مینې زخم په عذاب کې

چې ترې نه ووځي خوناب د شکایت

نتیجه له ښکلي مخه حیراني ده

روبرو کا آیینه دا حکایت

د تن کور به مې لرغون و مینې سوی

که مې نه راتلی ژړا په حمایت

ښه چې یار زما و مرګ ته رقیب ځیر کړ

ځنې وشه په غلط دا عنایت

که صدف غوندې سینه ګنجینه غواړې

له دریابه کړه په څاڅکي کفایت

په یوه نظر يې هر څه له ما لوټ کړه

مه شه ساز په چا د ترکو روایت

چې اقرار په ناپوهۍ وشي حمیده!

ضلالت يې شي بدل په هدایت

سترګې وساته که زړه ساتې حمیده!

ورانوي دغه زخمي دا ولایت