

عبدالحمید مومند
غره مه شه که په پښو دې ناخوال پرېووت
د سېلاب له پابوسیه دېوال پرېووت
په هجران کې به مې تېر نه شي تر حلقه
که وخولې و ته مې ګوټ د زلال پرېووت
محبت نه و، یو تندر آسماني و
چې ناګاه زما په سرو په مال پرېووت
ناخبر خلق يې ولې شفق بولي
دا زما د زړه له زخمه دسمال پرېووت
مه شه و کتای پر پېچ زلفې د ترکو
چې په هر تار مې و زړه ته جنجال پرېووت
چې ښکاره زما د زړه تابنده نمر شه
د سپوږمۍ له لاسه هلته مشال پرېووت
شوم فلک د روټۍ
مورګه هاله ورکړه
چې له لاسه مات کچکول د هلال پرېووت
دا مې پرېوته پېښه د زړه له داغه
که د لاس نه د نمر مخي مشال پرېووت
چې زما د دروېزې په کچکول ځیر شه
د حاتم په زړه يې سهم د سوال پرېووت
خپه کړی دی هر ګوره د یار هجر
ځکه غږ به حمید نشه ملال پرېووت