

عبدالحمید مومند
لګي لا د خط په وخت د یار عتاب سخت
وي د شپې باد و باران سیلۍ سېلاب سخت
تر اول حسن اخر عالي دماغ وي
شي له شومې په سړي د سحر خواب سخت
د مخ پټي ښکلي حسن کشش ډېر کا
ولې تاب وي دا وریځې د آفتاب سخت
بې د یار له مړاوو سترګو چې کج ګوري
ګڼه نه کا رنځوران چا ته جواب سخت
دوزخي غوندې په هجر کې د ترکو
تر یوه عذاب پېڅمه بل عذاب سخت
عاشقۍ په عرصات یم ودرولی
ورکومه هر ساعت حساب کتاب سخت
په لیده مې د یار وتښتي رنګ هسې
لکه نور په کتان لګي د مهتاب سخت
له خونخوارو سترګو څه شفقت غواړې
مقرر چې وي په زړه اهل قصاب سخت
څوک دې صبر آرام نه غواړي په عشق کې
د ازل کابت دي کښلي په دا باب سخت
لا پړ کېږي نښتې ښکار تر ښکاري لاندې
ځکه وصل ته حمید کا اضطراب سخت