...

عبدالحمید مومند

دا چې ته په هسې رازې د رقیب

ځکه وړمه زه ناسازې د رقیب

څه ښادي به کبوتر زما د زړه کا

چې کېوتی په لاس بازې د رقیب

ته به څه منې زما کوتاه خبرې

چې منې دور و درازې د رقیب

هېڅ دې فهم د نیازمنو په نیاز نشته

هسې خوښ په کبر و نازې د رقیب

ستا د مخ د هواجنو زار په ځان دی

چې دا هسې دلنوازې د رقیب

سپي هډوکي وړي له خوا نه و ډېران ته

ته ناحقه په اعزازې د رقیب

حقاني نه ګڼې ځکه زما مینه

چې غولیدلی په مجازې د رقیب

له حمیده سره ساز شه کږې مه کړه

که په سوز و په ګدازې د رقیب