...

عبدالحمید مومند

هسې تللی یم په فکر د جانان ډوب

لکه کاڼي په تلي کې د عمان ډوب

ځکه ما څخه ارام و قرار ورک شه

چې مې اوښو کړنه د صبر خانمان ډوب

نا خبر به يې له حاله شفق بولي

که د وینو په ژړلو کړم آسمان ډوب

په لباس د ښکلیو مه غولیږه د ټګو

خلقات کا په دا سحر په دا شان ډوب

هسې وژله کا د مهر په پرده کې

لکه خضر په چشمه شي د حیوان ډوب

څه  به خیال پکې د یار قراري نیسي

ډېر يې کړله په کوهي کې د احسان ډوب

هسې ما لرې مهجور په وصالت کې

لکه تږی د یوه ګوټ په ارمان ډوب

د حیا د بحر دُر يې مونده نه شي

که د صبر جهازونه کړم چندان ډوب

هغو قبر لره یو وړه بله شمعه

چې توبری یې په زړه یووړ د هجران ډوب

هیڅ پروا نه کا په غم د هر ژړاند

که جهان کړم زه د اوښو په طوفان ډوب

د خپل عشق په پاکبازۍ شکر دار یم

چې مې نه شه خر په خټه د عصیان ډوب

د بوسې په سوال يې ښاد د وصل داد کړم

د ګوټ تږی شه په سیند کې ناګمان ډوب

د حمید د کاغذي فکر کښتۍ

د حیرت په عظیم بحر کړ جهان ډوب