

عبدالحمید مومند
که آفتاب دی که مهتاب
که لاله دی که ګلاب
نه دې دا مخی د مخ دی
نه هغه دآب و تاب
چې دعوه يې په دروغ کړه
ستا د مینې په هر باب
ژبه وخته تر څټه
د سوسن ستا په جواب
سر نګون د ستا له شرمه
نرګس تللی دی په خواب
په یوه پښه کاندي سروې
قصد د تلو ستا په رکاب
چې نسیم کا ستا د حسن
د چمن په لور مآب
له خجلته بوی د ګلو
ځنې پاڅي په شتاب
ستا د تن په لطافت شي
د سمن صفا حجاب
سرو لبانو دې یاقوت کړه
سره په وینو کې غرقاب
مشک دی هسې ستا وخط ته
لکه مشکو ته تراب
نرګس کوز ګوري له شرمه
ستا د سترګو په جواب
ستا د مخ له شرمه ونغښت
ښاپېرو مخ په حجاب
ستا مزدور سترګو حرام کا
د حرم په هوسو خواب
کشتني غوندې ولاړ یم
ستا د سترګو په قصاب
زر په زر به مې کا غوښې
د بڼو په سیخ کباب
له حیا دې آئینه شي
د مخ عکس ته دریاب
په فلک ستا د خوبۍ
ګرځي تل ذوی الالباب
ستا د حسن و دریاب ته
غیر حسن دی حباب
چې دې شمارم صفتونه
شمارم ستوري په حساب
الغرض تر همه ښکلیو
ستا خوبي ده انتخاب
که سړی په غیر غم شي
خوار و زار کباب کباب
دا دعشق تر غمه پورې
سهل کار دی په دا باب
خدای دې نه سیځي حمیده!
څوک د هجر په عذاب