...

عبدالحمید مومند

په طلب کې د طالب

هسې نه دي مناسب

که بې یاره دم قدم وي

دم قدم اوسي تایب

چې به خوب یا قراري کا

یا به خاندي مطایب

هسې رنګ دې وي بې یاره

لکه بې روحه قالب

روح دې وبخښي و غم ته

غم دې کا د روح نایب

د ژوندون په هر نفس دې

هر نفس اوسي تایب

په طلب دې د شاهد شي

ځان جهان ځنې غایب

په ژړا کې دې دوې سترګې

دوه رودونه کا ذاهب

شپه و ورځ دې بیداري کا

لکه سپی د خپل صاحب

تل ماتم دې د خپل ځان کا

کله کوه هسې غالب

چاپړوسي دې د هر ژوي

په ځان ونیسي واجب

کاروبار د عاشقۍ

عجایب دی غرایب

نه په ژبه ټول وایه شي

نه لیکه شي په کاتب

له یوه دوکه و بل ته

پورته خېژي مراتب

ګفتګوی د حمید توی کړه

کوز په زمکه کواکب