

عبدالحمید مومند
په طلب د شکر لب
لټوم درس و مکتب
کله ځغلم بتخانې ته
ګاه مکې ته مضطرب
ورک له ما شرم و ادب کا
د خپل یار شرم و ادب
مذبذب صفت يې زه کړم
آراسته په هر مذهب
که په کفر کې يې مومم
راته کفر شي عجب
په مطلب د ده موقوف کا
د خپل زړه مراد مطلب
ګدايي کاندي د اختیاره
مسند ترک کا هم منصب
ږدي په ځان له ډېرې مینې
د آشنا د سپي لقب
خو په یار د ده نظر وي
بې له مینې روز و شب
هر مذهب ورته روا شي
چې يې یار وي مذبذب
په زارۍ په عاجزۍ يې
فریادونه کا یا رب
وسیله مې و وصال ته
د آشنا کړې یو سبب
هسې بې یاره حمید دی
لکه پروت بې اوی کب