

عبدالحمید مومند
نازولی زویه نه اخلي ادب
او د سیوري نخل نه نیسي رطب
ونیو مه شه هغه زویه په خوا پورې
چې يې نه نیولی درس وي نه مکتب
په غوجل کې باري خر او کچر ښه دی
نه په خونه کې جاهل او بې طلب
چې پیدا شي یو ناکس په قبیله کې
وړاندې وروسته حبطه کاندي نسب
د پسر په نېکو بدو پلار یادېږي
دا خبر دی په جهان کې مجرب
په سواره باندې يې ګوته شي اېښووه
چې يې آس برابر نه ځي په جلب
په زړه مهر په خوله قهر زوی ته بویه
څه ښه وايي چېرته ډب هلته ادب
یوسف هاله شه لایق د باشاهیې
چې يې وخوړې څپېړې په غضب
هر ناکس لکه مګس باندې بوټېږي
چې حمید نرم ګويي کا شکر لب