

عبدالحمید مومند
که مې نه شي پرده پوښ فضل د رب
و هر چا و ته ښکاره دی زما ډب
د بنده د عمل خونه سره لمبه شي
چې ولګوي اور د خدای غضب
که د رب مهرباني هېره نه شي
بیا به نه مومي څوک ورکه د مطلب
که څښتن یې په خپل فضل ږمنځ نه کا
ښې ښې ږيرې به شي سپکې لکه درب
لکه بې لاسه لستوڼی څه کړای نه شي
هسې بې فضله بنده دی مضطرب
څه غلط دي پوهیدلي دروهېدلي
دا غره تللي په اصل په نسب
هر سړی په خپل ښایست باندې زېبا دی
نه د مور په زېبايۍ او نه د اب
هر نفس د خدای په یادو اولی تر دی
بې اوبو زندګي کله شي دکب
چې څښتن ګڼې حاضر بد کړې حمیده
نشته تا غوندې بې شرمه بې ادب