

عبدالحمید مومند
چې ګلکوني جامې اغوندي سواري کا
خدای زده بیا د چا د قتل تیاري کا
په خلوت د خلوتیانو کوي لويې
زاهدان له زهده ځکه فراري کا
په رموز یې د سرو شونډو نه پوهېږم
چې د خلکو غمخواري که خوانخواري کا
تویوي په لپو لپو دُر د اوښو
چې مې سترګې د دیدن خریداري کا
ګلرخان د هغو ځای په رخسار ورکا
چې شبنم غوندې شبګیر و بیداري کا
هسې پټ مهر په قهر کې کا ښکلی
لکه څوک په کفرستان کې دینداري کا
د هغه حسن تعریف په کوم زبان کړم
چې یوسف غوندې مهروی يې ریباري کا
له هغو سترګو څوک څرنګه ژوندی ځي
چې خدنګ يې د نظر زخم کاري کا
پریښتې د چا په درد نه دي دردمنې
و خوبانو ته حمید پوچه زاري کا