...

عبدالحمید مومند

بیانګار د مهر مخ راته ښکاره کا

بیا يې رنځ زما د مینې دوباره کا

چې ګنډلی د سکون په اومه تار و

هغه زخم مې يې بیا پاره پاره کا

له غمه پسه يې له سپیو سره شمار کړم

چې مې ځان ورته تر سپیو چه کاره کا

سپي به هم نه وي دا رنګ اواره کړی

لکه ما چې ننګ و شرم اواره کا

په کوم ننګ و په کوم شرم نه پوهېږم

ما په عشق کې ځان د خلقو مسخره کا

خونخوار خیال د یار رانغی تما شوله

که مې زړه ورته د مینې فواره کا

په هر ځای کې ناست ولاړ زانګم له غمه

مینې مغ راته د زمکې ګهواره کا

هیڅ مې یار د مهر لاس په سر رانه کېښ

که هر څو مې ځان یتیم و بېچاره کا

حیراني زما هاله کړه یار منظوره

برابر چې يې مرآت په رخساره کا

حمید نه مانه کوم حکم د خوبانو

چې تاراج يې د رقیب په نغاره کا