

عبدالحمید مومند
چې په زور د بل جامه اغوندي خان ته
ناشسته به يې د خپل زخم دسمال کا
پردۍ برخې هیچا نه دي خپلې کړې
بلکې خپلې به پرې بایلي چې دا خیال کا
د جمال په څېر به وسېزي پرې خپل سر
چې پرواز هر پروانه په دا مشال کا
نا لایق چې لایقت په نسب غواړي
د برېښنا په رڼا ستن پېي جنجال کا
هم دا هسې نتیجه په لاس ور درومي
چې د ښو په بدله کې څوک ناخوال کا
نه نېکې له ناکسانو څرګندېږي
نه په بټ باندې اثر آب زلال کا
لکه لوی کړې لېو بچه درباندې ترپلي
حال زمونږه د جمال هم دا مثال کا
لکه ګرم چې په حسن حسین يزید و
هسې ګرم په موږ جمال وکه څوک سوال کا
دا چې شوی دی له هسې ناچارۍیه
لکه سویه په سپي ترپلي انفعال کا
ناخبر له حاله هر چې وايي ښايي
خبردار مدام په عذر قیل و قال کا
د هغو په سبب تل سوځي نور خلق
چې د تورې اسره ورکه په دېوال کا
خو بدنام په دا جمال خدای خدرېزي کړه
ګڼه هره چار په خلقو خپل اعمال کا
په ازل د سود زیان سودا دی شوې
ملامت څه لره خلق په دلال کا
دا دودونه ددې دور دي حمیده!
یو د بل په مرګ ملال کا، بل خوشحال کا