...

عبدالحمید مومند

هر سردار چې د خپل قوم د بدو خیال کا

آئینه دې د خپل ځان حال د جمال کا

پرې کوي تر خپلو پښو لاندې ښاخونه

چې بدي د عزیزانو په زړه نهال کا

عاقبت هغه سردار شي سردار پاتې

چې يې نس و خپلو بدو ته لیوال کا

چې د بل وسرو مال ته و هوس کا

تر هغه پخوا به ورک خپل سرو مال کا

هم هغه به پکې پرېوځي دا متل دی

چې وبل و ته کوهي کیني وبال کا

د هغو په خونه پېښ جنګ وقتال شي

چې هوس د چا د جنګ و د قتال کا

چې له خپلو لاس و پښو شي بې مجاله

له غلیم سره به جنګ په کوم مجال کا

په پردو مېړانه، نه کیږي بې خپلو

له لحده دا آواز جمال جلال کا

که باښه د باز و ښکار په ډکه واخلي

هیڅ به ونه کا، ځان ستړی پوچ کشال کا

له زرګونو بری نه شي وړای سل ګونه

مګر خواه نا خواه يې فتح ذوالجلال کا

چې تر خپله حده پښې غزوي وړاندې

زمانه به يې جمال غوندې پایمال کا