

عبدالحمید مومند
چې په مخ يې زد وګیر د خط آغاز کا
نور بدل د ساده رویو ناز په نیاز کا
د ښه مخ همای هاله کا په چا سینوری
چې شهپر دخط و خال راوړي پرواز کا
چې د دې ابر باران ورباندې ښکی شي
بې ثمره سروې ځان ثمر ته ته ساز کا
خاص خلوت د ښکلیو عام په وخت د خط شي
کم قوت مریه له هر چا سره راز کا
چې د ترکو په جادو ړانده کاڼه دي
بېهوده ورته ناصح د پند آواز کا
لږ ژوندون په عاشق ډېر کا د یار هجر
لنډ منزل یوازې تله دور و دراز کا
دا وريځې میاشت قدري وي په لیده کې
نوخطان بې ځایه نه کاندي که ناز کا
د رښتینې مینې آه و فریاد نه وي
لکه شمع پټه خوله سوز و ګداز کا
خدای مې یار ته رقیبان تر فهمه ښه کړه
ګڼه ښکار د چتو کله کټه باز کا
حقیقت به د حمید ورته معلوم شي
که يې غوږ په ترانه څوک د مجاز کا