

عبدالحمید مومند
یو دې زړه زما له بله لوریه تور کا
بیا دې مخ زما له لوري په بل لور کا
خلاص دې نه کړم د رقیب له سردرده
که هزار ځله مې سر درته سرتور کا
چې مې لاف وه ستا د مهر چا ته کړې
هغه لاف دې په ستم زما پېغور کا
پریښتې د سپي له بویه بېرته ګرځي
باري تا رقیب له ځان سره خمسور کا
څه به رنګ زما په ځای وي سمنبره
چې لګیا مې دې په زړه هجر منګور کا
چې پرې سوې را څخه سترګې د غمازو
غم دې زوم زما له دله هغه زور کا
ته په اصل کې نېکخوی يې پيدا شوی
دا بد خوی دې له رقیبه مګر پور کا
هر نفس لکه قفس پکې ورتېږم
بېلتانه دې کلی کور راته سو اور کا
د حمید تر قبره رایشه دلبره
که يې چېرې ستا له غمه سر په ګور کا