

عبدالحمید مومند
درسته شپه چې مظلومان آهونه زور کا
سحر پورې د فلک په لمن اور کا
که هر څو یې لوغړن د آه په اور کړي
څوک به خوی له کج روۍ د فلک نور کا
یو د بل په درد و غم خوښ و خرم کا
د شبنم په ژړا ګل په خندا خور کا
په څو رنګه جلوه ګر دا بازي ګر شي
کله سپین، کله سور شین کله ځان تور کا
کله وغواندي شنه نمري د ټګۍ
کله خړ شي ځان له قهره برګ و بور کا
ما خو ښه د تورو سترګو په تور نیسي
فلک کوم له نوره خلقه کلی کور کا
دا يې کومه دلسوزي عدل و انصاف دی
چې لاګل شګفته نه وي بیا يې خور کا
هغه سروې چې سر پورته کا آسمان ته
د خپل ځان په دود يې زمکې ته نسکور کا
هر چې کا په جهان نه کا په خپل ځان کا
ظالمان چې بډايي په ظلم زور کا
چې يې خټې د مظلوم په اوښو کیږي
دغه کور به زمانه د ظالم ګور کا
نن له چا سره څوک ښه کوي که بد کا
په وعده د سبا ورځې واړه پور کا
اوره ماوره وینه مه وینه حمیده!
د ړندو په کلي کور عالم ځان کور کا