

عبدالحمید مومند
د ستم به د یار هیڅوک سلا نه کا
چې يې زه په قربان بولم بلا نه کا
نه سړی ورځني مري نه ترې رغېږي
خدای دې څوک د عشق په رنځ مبتلا نه کا
هومره زهد کا عاشق په یوه شپه کې
چې په درست عمر يې شېخ و ملا نه کا
عاشقان صبر وسکون دي سره لېرې
لیوني د روغو چارې اصلا نه کا
د خوبانو د خندا لایق به نه شې
څو يې عشق له عقله پلی جولا نه کا
نه منمه ازبکي د هغه حسن
څو زما د صبر خونه تالا نه کا
شابه نه کا مفت خواره وښکلي مخ ته
څو يې سر ته د خط توره تر ملا نا کا
محبت آسماني تندر دی ناصحه
هیڅ فایده ورته د صبر قلا نه کا
څه بلا شوه د حمید په اوښو باندې
چې اثر د یار په زړه باندې لا نه کا