

عبدالحمید مومند
سل ځله که ظلم شي په قطع خوی د ستا
يو ځله به پرې نه ږدم دلبره کوی د ستا
وتښتي له شرمه بوی د ګلو له ګلزاره
باد چې پکې توی په صبحدم کا بوی د ستا
دا چې په هوا برق و برېښنا ځغلي شتاب کا
واړه کا په خله تګ و پوی په سوی د ستا
هیڅوک به درېغ نه کا ځان جهان ځنې په صبر
وویني که دا حسن و جمال دلجوی د ستا
تللې اوبه درېغ بیا په بېرته ودري ستا له شوقه
چېرې چې واقع شي شست وشوی په جوی د ستا
هره ورځ زر سره د پرهېز د مواسانو
رغړي په میدان کې په مذاقو ګوی د ستا
سروې صنوبر کړه له لويۍ لاس په غوږو
قد چې يې د زړه په سترګو ولید لوی د ستا
سل ځله که قصد وکا نرګس په شوخو سترګو
هیڅ په هسکو سترګو کتی نه شي روي د ستا
خواه ناخواه دې وړي لکه حمید ورپسې غاړه
غاړې ته د هر چا چې کمند شي موی د ستا