...

عبدالحمید مومند

بد دې نه مني کاته حبیب زما

دا دی قُوت لا یموت نصیب زما

هیڅ ادب مې بې ادبه سترګې ناخلي

که هر څو کا وچولی غوټه ادیب زما

که آخر شه د یار حسن عیب يې نشته

د غریب په ټوکړه صبر کا غریب زما

د نوخطو د رشتې رما آشتي ده

په اغزن بوټي آرام کا غندلیب زما

چې دې وهڅوي ما ته په ښکنځلو

څه په بد کې نېکخواهي کاندي رقیب زما

لا مې زیات آه و فریاد د غم لښکر کا

خېژوي مې فوج په سر زما نقیب زما

د دښمن چې تېغ تېره وي زما و سر ته

جدايي به مرګ مېلمه کا عنقریب زما

که لږ ډاډ و ما حمید را کا په عشق کې

نشته بل یار و آشنا قریب زما