

عبدالحمید مومند
کوڼ او ړوند کړې هسې رنګ د نس هوا
چې لړې سره روا او ناروا
شوخ بې شرمه کړلې حرص تر هسې حده
چې نه شرم کړې له خدایه نه پروا
چې د نس په زیرمه خدای درڅخه هېر شو
دا له چا شوې دابسته له چا سوا
نه به ته سرکشه نس په بدو موړ کړې
نه به شي زهر قاتل د چا دوا
څو تیار خوان والوان درسره نه شي
په یوه طعام دې نه پخېږي خوا
وړې هزار تروه ترخه د ناکسانو
وایه ولې په یوه نمړۍ حلوا
چې طلب در څخه نس خواږه ترخه کا
زېرموې سبا حلوا، بېګا ښوروا
په حیا کې سړی وږی تږی ښه دی
نه په شهدو شکر موړ په بد رسوا
ورږې سپږې مې د ګنډې غیلې غوا دي
زه به څه کړم د چا غیلي د چا غوا
قناعت هسې دولت و حمید ورکړ
چې بادشاه ګڼي تر ځانه بېنوا
چې په سوال اوږدوې لاس چاته حمیده!
ښه يې وږی لاس تر زنې بې نوا