...

عبدالحمید مومند

نه له تا سره سهېږم نه بې تا

مبتلا دې کړم په څه بلا بُتا

د غونچې په څېر مې زیست په ځیګر خون شه

که هر څو يې لکه ګل له ما یکتا

که مې زړه د عشق په تېع سوری سوری شه

تر یوه وټه دې نه کړه راته نا

که هر څو د بڼو غشي کاږه ولي

یو له نښې د زړه نه درومي خطا

خدای مې نه په ګور کوي ګنې ستا سترګې

هر نظر راته کوي د مرګ پاتا

نیسي یار له سادګۍ رقیب په خوا کې

نغښتی نه شي په زر بفتو کې خامنا

چې دا هسې سر ومال ښندي په ښکلیو

شوم حمید کړ محبت بیخي داتا