

عبدالحمید مومند
د هر چا چې شي مفتي نفس و هوا
ناروا شي د جهان ورته روا
نفس شیطان چې د چا بد تر فهمه شه کا
هسې خوري زهر قاتل لکه حلوا
ستور د سر په سترګو غوږ اروي هم ویني
سترګې غوږ بویه د زړه بینا شنوا
بې پروا خپلې راستۍ په کس نا کس کړم
ګنې نه لرم هر ګز د چا پروا
قناعت مې اشتها کړه هسې صافه
چې اوګره راکوي خوند، کله ښوروا
عشق کړه هسې استغنا زما حاصله
چې مې درد د محتاجۍ نه کړ دوا
د قارون له غوا وغلیو مې توبه شي
چې مې شته د یار غمونه غیلي غوا
مزري په بد شرم کا لېوه بې شرمه
تر هغه شی ځکه دا په بد رسوا
سوز خو خوند لري دلسوز نشته حمیده
د لاله په سوي وسوه د چا خوا