

عبدالحمید مومند
له شیخۍ راته بهتره شوه رندي بیا
ناصحان مې دې په سل رنګه غندي بیا
ښه چې خلاص شوم د ریا له تشه زهده
خدای دې رانه کا دا هسې خودپسندي بیا
د خلوت له عزیزانو مې زړه بد شه
ځان مې وشماره د ترکو په کندي بیا
چې مې کور په دغه تور دی مینې سوی
و به نه کړم له تقوا سره ګوندي بیا
وا به نه ړوم نور مخ له ساده رویو
که د خط اره مې کېږدي په تندي بیا
له بېخونده آزادۍ شومه د سروې
د ګني په څېر په څو بنده بندي بیا
چې يې زه په ړومبي پند پورې خندا کړم
ناصحان په نصیحت کا ریشخندي بیا
دا دعشق طاعوني رنځ به يې ارمان شي
که د زهد ځان کوټلي شي ژوندي بیا
د ګوندۍ زړه ترېنه صبر کړه ناصحه
له رندۍ سره حمید شه سوګندي بیا