

عبدالحمید مومند
اول ولوله آیت د “لن تنا”
هاله لاف د محبت کړه د آشنا
څو دې سر په تنه پورې مال په ځای دی
نشته ځای در کې هرګز د دې وینا
محبت په قیل و قال نه شي په حال شي
څوک به څو په رڼا ځغلي د برېښنا
چې منګولې يې د ترکو په زړه ګرځي
ډوب په وینو کې لړمون شه د حنا
چې يې زړه د عشق په تېغ سوری سوری شي
لا علاج کاندي فریاد لکه سُرنا
کامیابي په عشق کې نشته زړه چول دي
هر نفس په تشه تشه تمنا
چې د عشق هوسناکي ورته په خوا شي
ډېر ویرژلي کاندي ګډ په تن تنا
په هنر هنر يې زړه را څخه یووړ
راته شو یار و ریبار طوطي مینا
خدای دې ګونګ کاندي حمید په هغه ژبه
چې به بې ښکلیو پرې کا د چا ثنا