

عبدالحمید مومند
چې شبنم غوندې شبګیر واخیست په سر ما
کېښود سر په پتانه د سمنبر ما
هاله یاد کړم په بوسه خوانخوارو شونډو
چې د پاڼو به څېر وینې کړ ځیګر ما
د قارون له بدبويۍ مې خوا کهېږي
ځکه تُوکړه د دنیا په سیم و زر ما
د حاتم د داد نغمه ورباندې ناورم
چې درانه کړه غوږ د صبر په ګوهر ما
د دنیا اهلِ دُوَل د زړه په سترګو
واړه ولیده تر ځان خوار و بتر ما
رنګ و بوی د وفا نشته پکې ځکه
د دې باغ له ګلو واخیست خپل نظر ما
راښکاره، چې شر، آفت، د شرافت شه
دا عاشور له ناپوهۍ ګاڼه اختر ما
اطلس پوښ دې و یار زما د شړۍ نه کا
شاړ نمد کړ آئینې غوندې بستر ما
څه لويي په ما حمید څوک په دولت کا
چې شمېرلی دی دولت د مچ وزر ما