

عبدالحمید مومند
هیڅ مې نه زده محبت که اور دی دا
په اور سوځم په رضا که زور دی دا
دا د عشق لاعلاج رنځ دی نه پوهېږم
که يې دمه بې جړي منګور دی دا
چې کې نشته همخوابه ښکلی په خوا کې
نه دی کور په حقیفت کې ګور دی دا
هيڅ د عشق په سیاه رويي مه زهیرېږه
د ژوندون د کښېدې انځور دی دا
چې رېبي مې بې صرفې د زړګې ولې
کږې وروځې دي د یار که لور دی دا
که سرتور د عشق په تور شې مه شرمېږه
د جمله بدیو سر پېغور دی دا
چې په تله د سر و مال را څخه نه ځي
واقعي د تورو سترګو تور دی دا
چې يې زه له خپله غمه په امان کړم
د عشق غم دی که زما غمخور دی دا
خواه نا خواه به غم زغمي چې عاشقي کا
په دې ناوې پسې ښه سرور دی دا
چې مې ولیده حمیده د عشق په کار کې
لېونی د مجنون کشر ورور دی دا