

عبدالحمید مومند
همنشین د بې حیا وي بې حیا
سپېره ږيره ژرنده ګړی د آسیا
هر مجلس لري اثر د نېکو بدو
دا متل دی د رښتینو په رښتیا
هغه رنګ اخلي جامه چې په خم کېوځي
سور که سپین که زېړ که شین دی که سبا
په یوه ساعت مجلس د ناکسانو
افلاطون تر خولې وباسي ماخولیا
شپون غوبه ځکه سنګدله ویلاړه شي
چې روزګار يې وي له کاڼو د بیدیا
تېز تاثیر لري تر ښو صحبت د بدو
دا خبره آزموده ده په بیا بیا
له صحبته يې کښت د حرض خېژي
دي په اصل کې پمن اهل دنیا
درو لعل ورکول په ويړیا نه شي
بې له ما چې درته پند وایم ویړیا
چې يې ورکه کړه لويې په خاکسارۍ
اوس حمیده شه په اصلي وطن بسیا