

عبدالحمید مومند
اې مدام د نس په زېرمه مبتلا
ځان ته ولې ويښوې ویدې بلا
دانایان له دښمنانو سلا نه کا
ته په څه کوې د نفس شیطان سلا
له دې خپلې سپينې ږیري وشرمېږه
ولې کاندې په روښانه ورځې غلا
د خپل دم و چلېدو وته غوږ نیسه
هر نفس د تلو اواز کا چل چلا
څه بلا لره دنیا شوه درته ټوله
چې مچۍ ګبینه ډک کا، شي جلا
و خپل خدای ته له سړیو سړی ښه دی
نه و خلقو ته خودرو شېخ و ملا
د زخمي چې زوه درومې ارام مومي
ته په تله د دې دنیا کړې واوېلا
ژر به لاس له نا مېندۍ په تشي کېږدي
چې په اهل د دنیا تړي څوک ملا
پرورش د نفس په کار نه دی حمیده!
له دښنه سره څوک نه کا تولا