

عبدالحمید مومند
الهي د محبت سوز و ګداز را
په دا اور کې د سهي سمندر ساز را
تن پرور بلبل دې عیش کاندي په ګلو
پروانه لره په اور، زما پرواز را
که مې نه ازمويې په و یاړ د وږو سترګو
می د عشق په میخانه کې د مجاز را
چې نظر له ناتوانۍ وچا ته نه کا
د هغو بیمارو سترګو نیاز و ناز را
چې مې نه وي سرکوزي چا ته بې ښکلیو
له دولته د عشق هسې کبر و ناز را
اضظراب مې د حرص کړې له زړه نه ليرې
قناعت قوي لنګر د دې چهاز را
که مې نه پاشوې سر زید و عمرو ته
خپل زانو لکه نرګس محرم راز را
څو به کورم د قیامت و ورځو شپو ته
دا انجام په دم قدم کې د اغاز را
د حمید محمده رایشه پخپله
کمینۍ لره کمال زما ایاز را