

صدیق
چې دې ووينم په سترګو چيرې چيرې
د جهان ښادۍ همه شي را برسيرې
که ښادي دې په وصال کړم عيب څه دی
د هجران خوارۍ دې هم دي په ماتيرې
د کوڅې په ګشت دې هومره خوشالي کړم
چې خوښۍ پرې د جنت کړم واړه هيرې
و مجنون ته ښايسته تر ليلا څوک دی
که هر څو شي په جهان کې ښکلې ډېرې
څوک تر يار ښايسته نه وينم زاهده
ته د حورو ښايست څه وما ته شميرې
د منصور په دود به دارته ځې عابده!
که د يار په لاس مې نوش کړې باده چيرې
ملامت په صديق هله کړه دلبره
ستا د زار قصې که چا ته کا بسېرې